Home » افغانستان » ملګري ملتونه: نيول شوې افغان ښخينه فعالانې دې ژر خوشې شي

ملګري ملتونه: نيول شوې افغان ښخينه فعالانې دې ژر خوشې شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميشنرۍ يا UHCR غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې نيول شوې ښځينه فعالانې دې له ځنډ پرته ژر له بند ازادې شي.

روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرۍ وياندې ليز تروسيل پرون سې‌شنبه په جينوا کې خبريالانو ته ويلي، چې يادې افغان ښځينه فعالانې په يو لړ اعتراضونو کې له برخې اخيستو وروسته بې‌درکه شوي دي.

تروسيل زياته کړې، تر اوسه د بې‌درکه افغان ښځينه فعالانو د ځای په اړه مالومات نه شته او زياته يې کړه چې طالبان دې په دې اړه ځواب وړاندې کړي. نوموړې دغه راز دا هم ويلي، چې ملګري ملتونه د يادو بې‌درکه فعالانو او د دوی کورنيو په اړه اندېښنه لري.

ميرمن تروسيل زياته کړې، که څه هم طالبان د يادو کسانو په بې‌درکه کولو کې خپل لاس لرل رد کړي؛ خو په خبره يې دا يې نه ده واضيح کړې چې يادې فعالانې چا او چرته بېولي دي؟

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز د رئيس‌الوزرا له سياسي مرستيال عبدالکبير سره ولېدل او له نوموړي يې وغوښتل چې د بې‌درکه شويوو ښځينه فعالانو په اړه مالومات ورکړي.

له دې سره مولوي عبدالکبير هم ژمنه کړې چې په دې اړه تر څېړنو وروسته به بشپړ مالومات شريک شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...