Home » افغانستان » ملګري ملتونه: له بین الافغاني خبرو سره هممهاله په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه: له بین الافغاني خبرو سره هممهاله په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی

د ملګرو ملتونو یوه ډله کارپوهانو ددغه سازمان د امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې ویلي دي چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګریزو فعالیتونو اغېزمن هېواد دی.

په راپور کې راځي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او ددغه هېواد وضعیت کړکېچن دی.

د ملګرو ملتونو دغه کارپوهان وایي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او دغه شبکه یې په ډېری عملیاتو کې لارښوونه او مرسته کوي.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې د سولې له هوکړې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې لا کړکېچن شوی او ستونزې ډېرې شوې دي.

په راپور کې راځي چې د تېر کال له فبرورۍ وروسته تر دې دمه ۶۰۰ ملکي افغانان او ۲۵۰۰ افغان امنیتي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي دي.

دغه کاروپوهان له امنیت شورا د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او په افغانستان کې وضعیت اندېښمنوونکی بولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...