ملګرو ملتونو ويلي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې ښيي طالبانو په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته يو شمېر افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مرستيالې نېدا ال نشېف دا څرګندونې پرون سېشبنه ناوخت د (لېندۍ په ۲۳مه) د يادې کمېشنرۍ غونډې ته کړي او ويلي يې دي، په داسې حال کې چې طالبانو عمومي بښنه هم اعلان کړې، خو پر دې سربېر هم په تېر اګسټ او نومبر کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې يادې ډلې په ناقانونه توګه د افغانستان تېر حکومت يو شمېر سرتېري وژلي دي.
نوموړې زياته کړې، د يادو ترلاسه شويو راپورونو پر بنسټ په ناقانونه توګه د وژلو ۱۰۰ پېښې تثبيت شوې چې له ډلې يې د ۷۲ هغو تر شا د طالبانو لاس دی.
ميرمن ال نشېف ويلي، طالبانو له وژلو وروسته د يادو کسانو جسدونه په عام محضر کې ښکاره کړي او دې کار د وژل شويو کسانو په کټګورۍ کې د شاملو کسانو ترمنځ وېره خوره کړې ده.
نوموړې ويلي، يوازې په ننګرهار کې ۵۰ تنه نور چې ګومان کېږي د داعش ډلې غړي دي، د طالبانو له لوري له قضايي طی مراحلو پرته وژلي شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مرستيالې نېدا ال نشېف زياته کړې چې يادې وژنې په خورا بوږنوونکې ډول ترسره شوي چې ځړول، د سر پرې کول او دغه راز په عام محضر کې د جسدونو ښودل په کې شامل دي.
ملګرو ملتونه داسې مهال طالبان په ناقونه وژنو کې ښکېل بولي، چې له دې وړاندې امريکا د ورته وژنو له امله اندېښنه ښودلې وه او پر طالبانو يې غږ کړی و چې عمومي بښنه تطبيق کړي.