Home » افغانستان » ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي

ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، دا ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي.

مېرمن محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې هیله مندي ښودلې چې دا خبرې به پر شرطونو ولاړې اصولي رسمیت پېژندنې پر لور لومړنیو ګامونو ته لار پرانیزي، خو ټینګار دا دی چې نه پوهېږي دا کار به اوسني وضعیت ته په کتو شونی وي که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له کبله د حکومت او د دې ټولنې ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...