Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د اساما بن لادن زوی په افغانستان کې له ط.البانو سره لېدلي

ملګري ملتونه: د اساما بن لادن زوی په افغانستان کې له ط.البانو سره لېدلي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه تازه راپور کې ادعا کړې چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اساما بن لادن زوی عبدالله په افغانستان کې له طالب مشرانو سره لېده کاته کړي دي.

د امنيت شورا د بنديزونو د څار کميټې په دې راپور کې ويل شوي، عبدالله د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په اکټوبر کې افغانستان ته په دې موخه سفر کړی و څو دغلته له طالب مشرانو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې دا نه ده واضيح شوې چې د اساما بن لادن زوی د طالبانو په مشرانو کې له چا-چا سره لېدلي او دغه راز په يادو لېدونو کې پر څه شي بحث شوی؟

له دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار ويلي چې له امريکا سره په دوحه کې د هوکړې تر لاسليک کولو وروسته يې، د القاعده په شمول له ټولو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړې دي.

له دې سره د اسلامي امارت مرستيال وياند احمدالله وثيق بي بي سي ته بيا د ملګرو ملتونو له لوري شوې دغه ادعا رد کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...