ملګرو ملتونو نن سېشنبه د (کب په ۱۷مه) اعلان کړی چې پر اوکراين د روسيې بريد له امله، نورو هېوادونو ته د ورتلونکو اوکرايني کډوالو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فيليپو ګراندي نن د ناروې په پلازمېنه اسلو کې خبريالانو ته ويلي، دا مهال اروپايي او ځينيو نورو هېوادونو ته د ورغلو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ ميليونه کسانو اوښتی دی.
نوموړي ويلي چې په اوکراين کې د جګړې تداوم له امله ښايي د کډوالۍ بهير ونه درول شي او په خبره يې داسې اټکل کېږي چې د اوکرايني کډوالو شمېر له دې هم پورته شي.
ګراندي دغه راز اندېښنه وښوده، چې د اوکراين په يو شمېر هغه سيمو کې چې دا مهال د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ په کې جګړه روانه ده، ميليونونه نور کسان هم له يوه سخت حالت سره مخ دي او په ورځنۍ توګه د جګړې قرباني ورکوي.