Home » افغانستان » ملګري ملتونه: افغانستان له اقتصادي پلوه د بحران اوج ته نږدې شوی

ملګري ملتونه: افغانستان له اقتصادي پلوه د بحران اوج ته نږدې شوی

د ملګرو امنيت شورا پرون چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) د ځانګړې غونډې پرمهال په افغانستان کې د اقتصادي بحران زياتېدو له امله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې دغه هېواد د اقتصادي بحران اوج ته نږدې شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانکړې استازې ډيبرا لاينز دې ناستې ته په خبرو کې وويل، چې نړيوالو ته په کار ده څو په افغانستان کې د موجوده خراب اقتصادي وضعيت له امله د رامنځته کېدونکي شديد ناورين او اقتصادي سقوط مخه ونيسي.

نوموړې دغه راز له افغانستان سره د تعامل پر کولو هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په افغانستان کې له اوسنيو واکمنانو سره له تعامل پرته، دې هېواد ته د بشري مرستو رسول ګران کار دی.

ډيبرا لاينز د افغانستان وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال په کابل او ځينو ولايتونو کې د اسلامي امارت له لوري د کور په کور تلاشۍ موضوع ته هم اشاره درلوده او ويې ويل، دا کار د خلکو د اندېښنې ترڅنګ د ملګرو ملتون د اندېښنې سبب هم شوی دی.

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د چين استازي بيا پر افغانستان د وضعه شويو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه؛ ځکه د نوموړي په خبره، د يادو بنديزونو لرې کولو ترڅنګ د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ ازادول کولی شي چې دغلته د خلکو اقتصادي وضعيت ښه کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...