Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه؛ ۱۷۴ میلیون کسان نړۍ کې له سختې لوږې کړېږي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه؛ ۱۷۴ میلیون کسان نړۍ کې له سختې لوږې کړېږي

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان او د خوراک نړیوال پروګرام خبرداري ورکوي، هغه ۱۷۴ میلیون کسان چې په ټوله نړۍ کې له سختې لوږې کړیږي د بیړنیو مرسته پرته ښایي ومري.

د هغو سیمو په سر کې چې وګړي یې د سختې لوږې سره مخامخ دي، یمن، جنوبي سودان او شمالي نایجریا دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان رئیس ډومینیک برجن، وایي زیات شمیر علتونه په نړۍ کې د سختې لوږې سبب شوي دي.

هغه وویل: “ددغو لاملونو په سر کې نښتې او یا د وسله وال تاوتریخوالي نور ډولونه دي.” هغه زیاته کړه چې د اقتصاد او د کرونا وبا اغیزې لاهم پر ځای دي او په ۲۰۲۱ کال کې به اکثر دغه هیوادونه ددغې وبا د اقتصادي ناوړه اغیزو له کبله له ګواښ سره مخامخ وي.

پداسې حال کې چې د لوږې سره مخامخ اکثر هیوادونه په افریقا کې دي، خو دغه رپوټ خبرداری ورکوي چې سخته لوږه د نړۍ په زیاتو سیمو کې مخ په زیاتیدو ده. افغانستان، سوریه، لبنان او هایتی د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې د سختې لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

رپوټ په ډاګه کوي چې ۳۴ میلیون وګړي سمدستي د خوراکي توکیو د سخت کمښت سره مخامخ دي او زیات شمیر یې د قحطۍ په درشل کې دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د جنوبي سودان او یمن ځنې برخې لا دمخه د لوږې او مړینې له ګواښ سره مخامخ وې.

د خوراک د نړیوال پروګرام رئیسې انالیسا کانټي په ژنیو کې وویل هغه کسان چې د قحطۍ په څیر شرایطو سره مخ دي، خپلې شتمنۍ سره ختمې کړي، معشیت یې له لاسه ورکړی، پوره خواړه نلري او زیات شمیر اولادونه یې په خوارځواکۍ (سوتغذیې) اخته دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان او د خوراک نړیوال پروګرام د نړیوالو مرستندویانو څخه د پنځه میلیارد ډالرو غوښتنه کړې چې د ۳۴ میلیون انسانانو د مړینې مخ نیوی وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...