د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی، چې د افغانستان په سوېل لوېديځو ولايتونو کې يې د زلزلې پر وړاندې د مقاومت کوونکو ۲۳۰۰ کورنو د جوړولو چارې عملا پيل کړي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې نن سېشنبه د (وږي په اوله) په خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د يادو کورونو پر جوړولو به ۱۴ ميليونه ډالر لګښت راشي.
په افغانستان کې د کډوالو عالي کميشنرۍ استازي ليونارد زولو ويلي، چې زلزله ځپلو ته د زلزلې پر وړاندې د مقاومت لورونکو کورنو جوړول، له يادو خلکو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ په ډاګه کوي.
له دې وړاندې طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارواکې د دولت وزارت چارواکو ويلي و، چې له زلزله ځپلو کورنيو سره مرستې شوي او اوس د دې وخت دی، څو يادو کورنيو ته د سرپنا په موخه کورونه جوړ شي.
په افغانستان کې وروستۍ زلزلې د پکتيکا په ګيانو او د خوست په سپيرې ولسواليو کې له ۱۱سوو کسانو ډېر شهيدان او شاوخوا ۱۸سوه نور يې ټپيان کړل.