ملګرو ملتونه پرون چهارشنبه (د چنګاښ۹مه نېټه) په یوه راپور کې ویلي چې د سیاحت د کمېدو له امله په تېر یو کال کې په نړۍ کې اقتصادي زیان ممکن څلور تریلیون ډالرو ته ورسېږي.
په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په پرمختیايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون کموالی اقتصادي تاوانونه نور هم زیاتولی شي ځکه چې د پرمختیايي هېوادونو اقتصاد لا ډېر د سیاحت له ګټو – وټو سره تړلی دی.
د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیله د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د اکثرو الوتکو الوتنې لغوه شوې او د ګرځندوی مرکزونه وتړل شول.
تېر کال؛ یعنې په ۲۰۲۰ میلادي کال د کرونا ویروس له کبله د نړۍ د ګرځندوی صنعت شااوخوا ۲ تریلیونه او ۴۰۰ میلیارډه ډالره تاوان وکړ.