Home » افغانستان » ملاله: افغانستان کې د اټکل خلاف “د نجونو زدکړو ټول پرمختګونه له منځه وړل شوي”

ملاله: افغانستان کې د اټکل خلاف “د نجونو زدکړو ټول پرمختګونه له منځه وړل شوي”

د سولې نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي،‌ داسې هېڅ اټکل یې نه کاوه چې د افغانستان ټولې نجونې به له زدکړو راګرځول کېږي او دې برخه کې به ټول هغه پرمختګونه له منځه ځي‌ چې تېرو کلونو کې تر لاسه شوي وو.

اغلې ملالې دغه څرګندونې په نایجیریا کې د خپلې ۲۶مې کلیزې د لمانځې پر مهال د نجونو یوې غونډې ته کولې.

اوس څه نا څه ۶۷۰ ورځې کېږي چې‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم پورته ټولې نجونې له زده کړو ایسارې کړې دي. دارنګه شاوخوا اته میاشتې وشوې چې نجونې او ښځې هم پوهنتونونو ته نه پرېږدي.‌

د طالبانو حکومت دا بندیزونو “لنډمهالي” بولي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...