Home » افغانستان » مسعود:حکومت دې د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي
رویداد خبري آژانس
د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود

مسعود:حکومت دې د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي

د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي چې افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولی د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

احمد ضیا مسعود پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان حکومت باید ژر تر ژره د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي.

هغه زیاته کړې چې یادې شورا ته باید پوره صلاحیتونه ورکړل شي څو له حکومت سره اړینه همکاري وکړي.

بلخوا بیا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري.

صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته تر هغه دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ۱۴۳ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...