Home » اقتصادی » مسؤولین:تورخم ښارګوتي کې افغان او پاکستاني لورې سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه غونډه کړې
رویداد خبري آژانس

مسؤولین:تورخم ښارګوتي کې افغان او پاکستاني لورې سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه غونډه کړې

په تورخم ښارګوټې کې مسؤولینو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به ۱۴ سوه بار وړونکي موټرې دواړه لورې تګ راتګ وکړي .

چارواکي وایي،په تورخم ښارګوټې کې افغان او پاکستاني لورې سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه د ناستې پر مهال پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ سوه بار وړونکې موټرې د کمیسارۍ د پلان له مخې دواړه لورې تګ راتګ کوي او ګمرک مسؤلین به ورته پخپلو برخو کې سهولتونه برابر کړي.


د دې ولایت د ګمرک رئیس نصرالله صاحبزاده وایي،د پاکستاني لورې سره یې سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو په موخه ناسته وکړه چې په ترڅ کې پرېکړه کړې،تر دې وروسته به دواړو لورو د کمیسارۍ مسؤلین پلان جوړوي او د وروستیو اجراتو په موخه به یې د ګمرک مسؤلینو ته سپاري،ترڅو هر څلرویشت ساعتونو کې ۱۴ سوه بار وړونکې موټرې دواړه لورې تګ راتګ وکړي.


هغه زیاته کړه، د دې ناستې پر مهال ورسره پرېکړه وشوه چې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې دمالونو فزیکي چک له پنځه سلنه څخه زیات نه ترسره کیږي او د مالونو سکین به هم شل سلنه وي چې په دې کې به هم کموالی راځي .


نوموړی وایي،د دې پرېکړو له مخې به د پاکستان اړوند لارې په اوږدو کې ټول غېرې قانوني ترمینلونه تړل کیږي،د جمرود سکینر او تورخم ښارګوټې له کتنې وروسته به له ځنډ وروسته د فرضي کرښې دواړه غاړو ته موټرې له ځنډ پرته تګ راتګ وکړي.


د ګمرک رئیس وایي،د دې ناستې پر مهال دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د ترانزیټي لاریو لپاره ځآنګړی سړک جوړ شي،ترڅو صادراتي توکو بار وړونکي موټرې پرې تګ راتګ وکړي.


د صاحبزاده په وینا هغه موټر چلوونکي چې د روډ پاس ستونزه لري،دواړه لورو لخوا به ورته مؤقت تمدید شي او اوږد مهاله ستونزې حل په موخه به مسؤلین اساسي کار وکړي .

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...