د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار، شاه حسین مرتضوي د مولوي انصاري ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې انصاري د تندلارۍ نوې بڼه ده او په وینا یې چې په تېرو شلو کالو کې حتی د طالبانو مشرانو هم داسې څرګندونې نه دي کړي.
شاه حسین مرتضوي ویلي چې د مولوي انصاري خلاف یواځې غندنې او خبرپاڼې بسنه نه کوي.
مولوي انصاري په هرات ولایت کې دوه ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د نظام ملاتړ کبیره ګناه ده او هغه ملکي او نظامي کارکوونکي چې له دغه نظامه ملاتړ کوي د عالمانو د وژنې په ګناه کې شریک دي.