Home » افغانستان » محمود قریشي:پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي
رویداد خبري آژانس

محمود قریشي:پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ګڼ پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي او په وینا یې هیله لري چې د ولسمشرغني حکم ژر عملي شي او دغه بندیان خوشي شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو شېبې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو، سوداګرۍ، سولې او د بندیانو  پر خلاصون خبرې شوې دي. دواړو لورو خوښي څرګنده کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پولو د سوداګري لپاره لاره هواره شوې او هیله یې څرګنده کړه چې ژر تر ژره دغه سوداګري لا هم پراخه شي.

خبرپانه لیکي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او هیله یې څرګنده کړه چې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره خلاص شي او افغانستان کې یو دایمي اوربند تامین شي.

خبرپاڼه کې راغلي، قریشي وویل، د افغانستان لپاره تر ټولو یو ښه فرصت رامنځته شوی او په وینا یې دوی پخوا هم باور درلود چې د افغانستان مسئله د جنګ له لارې نه حلېږي بلکې خبرې اترې کولای شي په دغه هېواد کې روانې ستونزې حل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کې دا هم څرګنده کړه چې افغان حکومت دې هغه پاکستاني بندیان خوشي کړي چې په ډېرو کوچنیو جرمونو د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي او په خبره یې یاد زندانیان دې ژر خوشي شي تر څو خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان په زندانونو کې ډېری هغه پاکستاني بندیان پراته دي چې له داعش ډلې سره یې لاس درلود او په افغانستان کې په ډېریو جرمونو کې ښکېل وو.

تردې وړاندې کله چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته سفر کړی و ولسمشرغني د ځانګړي حکم له مخې د پاکستاني بندیانو د خلاصون امر ورکړ، چې په هېواد دننه یې سخت غبرګونونه را وپارول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...