د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، هند په افغانستان کې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې په دغه هېواد کې د سیاسي جوړجاړي بهیر بریالی شي.
قریشي په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي یې د افغان سولې بهیر په اړه سلا مشورو ته ورغوښتي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دی به د سه شنبې په ورځ له یاد پلاوي سره وګوري او یاده ډله به په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته وهڅوي. نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې هند ولې د افغان سولې بهیر ناکامېدو هڅه کوي خو په وینا یې ډیری هېوادونه د افغان سولې برخه کې د پاکستان هڅې ستایي خو ځینې یې بیا د دې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي چې یو یې هند دی.