Home » سیمه او نړی » محمود احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه

محمود احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه

ښاغلي احمدي نژاد د یکشنبې په سهار د ایران کورنیو چارو په وزارت کې د ټاکنو په مرکزي دفتر کې له نوم لیکنې وروسته ویلي چې دا یوه نوې او ویاړلې دوره کېدای شي.

احمدي نژاد ویلي چې د ډېری خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو هر مسوول کس له صبر او زغم څخه بې برخې کوي.

احمدي نژاد له ۱۳۸۴څخه تر ۱۳۹۲ پورې د ایران ولسمشر و.

نوموړی په ۱۴۰۰ کال کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی و.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د یکشنبې په ورځ په څلورمه ورځ هم دوام درلود او ټاکل شوې سبا هم نوماندان نوم لیکنه وکړي.

ټاکل شوې چې د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د ایران ولسمشریزې ټاکنې له وخت وړاندې د روان کال د چنګاښ په اتمه ترسره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...