په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ خبر ورکړی چې محمد ولي نعيمي په نوموړي سازمان کې د افغانستان نوي دايمي استازي په توګه دنده پيل کړې ده.
د افغانستان استازولۍ تازه د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې په ۲۰مه) خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د غلام اسحاقزي له استعفا وروسته نعيمي د روغتيايي ستونزو له امله نه و توانېدلی چې پر وخت خپله دنده پيل کړي؛ خو زياته کړې يې ده چې اوس مهال له روغتيايي پلوه ستونزه نه لري او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د سرپرست په توګه يې دنده پيل کړې ده.
له دې وړاندې پرون سېشنبه د يادې استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي وو، چې د تېر حکومت ځيني چارواکي يې د کار کولو مخه ډپ کوي. د نوموړي په ټکو د تېر حکومت فاسد چارواکي يې نه يوازې دا چې د کار مخه ډپ کوي، بلکې پر وړاندې يې توطيې هم جوړوي.
نعيمي وروسته له هغې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي په توګه دنده پيلوي چې د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر ملګرو متلونو ته په يوه لېږلي ليک کې د دغه سازمان له عمومي منشي غوښتي، چې د غلام اسحاقزي پر ځای د اصولو له مخې د نوموړي مرستيال محمد ولي نعيمي چې اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دی، دنده پيل کړي.