Home » افغانستان » مجاهد: موږ اشرف غني نه یو، چې د امریکا هر امر ومنو

مجاهد: موږ اشرف غني نه یو، چې د امریکا هر امر ومنو

د ا.ا ویاند ټرمپ ته په خطاب ویلي چې ا.ا د اشرف غني د حکومت په څیر نه دی، چې هر څه چې واشنګټن امر وکړي، دوی یې ترسره کړي.

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د بګرام اډې د بېرته نیولو او په افغانستان کې د دغه هېواد د پاتې وسلو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی: “د بګرام نیول یو خوب او خیال دی، امریکا او د پخواني حکومت تښتیدلي کسان باید دغه خیال له سره وباسي.”

هغه د ټرمپ دا ادعا هم رد کړې چې چین د بګرام هوايي اډه کنټرولوي او په وینا یې: “دا اډه د ا.ا د ځواکونو په لاس کې ده. افغانستان خپلواک دی او موږ خپله خاوره هېڅ هېواد ته نه ورکوو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو په لاس کې دی نه د چین.”

مجاهد له ا.ا څخه د امریکایي وسلو د ترلاسه کولو د احتمال په اړه دا هم ویلي، چې دا وسلې د غنیمت په توګه اخیستل شوې او دوی به یې د خپلواکۍ او اسلامي نظام د دفاع لپاره وکاروي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...