د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي وايي، په داسې حال کې چې له امريکا سره د اسلامي امارت جګړه پای ته رسېدلې، نو د نوموړي هېواد له لوري د افغانستان شتمني کنګل ساتل منطقي جنبه نه لري.
نوموړي د چين له نړيوالې راډيو يا CRI سره په تازه مرکه کې ويلي، په دوحې د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ د تړون له لاسليک کېدو وروسته، د دواړو لوريو ترمنځ جګړه پای ته ورسېده او زياتوي چې دامهال امريکا طالبان له يوه او بل سره نظامي ستونزه نه لري.
متقي ويلي چې د نظامي ستونزې د حل په صورت کې، د افغانستان د شتمنۍ کنګل ساتلو لپاره هېڅ دليل شتون نه لري او اړتيا ده چې امريکا د يادې شتمنۍ د ازادولو په برخه کې په بېړه اقدام وکړي.
نوموړي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې سره ويلي، يادې پيسې د اسلامي امارت نه بلکې د افغانستان د خلکو پيسې دي او په خبره يې افغانستان د خپلې هوساينې په موخه له يادو پيسو د ګټې اخيستلو حق لري.
د تېر اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې واک ونيو، امريکا سم لاسي د افغانستان بانک نږدې ۱۰ مېليارد ډالري هغه شتمني کنګل کړه چې د امريکا په بانکونو کې اېښوول شوې وه.
په داسې حال کې بهرنيو چارو وزارت د يادې شتمنۍ د ازادولو په موخه د امريکا کانګرېس ته ليک هم لېږلی، خو امريکايي چارواکو ويلي چې د طالبان له لوري د ګډ حکومت په جوړولو، ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړې اجازې له ورکولو سره دا شتمني بېرته ازادېدای شي.