وروسته له هغې چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې خپل دفتر بيا ځلي فعال او پرانيست، ورسره سم پرون ماښام د (کب په ۱۵مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دغه سازمان له مرستیال طارق علي بخيت چې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړی استازی هم دی، وليدل.
په دې ليدنه کې اميرخان متقي ټينګار کړی، چې د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونه دې له خپل اثر او نفوس په ګټنې سره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په بېرته ازادولو کې همکاري وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان ټولو اصولو ته ژمن دی او له خپلې ونډې سره به په ياد سازمان کې فعاليتونو او همکاريو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت ويلي، هڅه کوي چې په کابل کې د فعاليتونو د پراختيا په موخه د اسلامي همکاري سازمان دفتر نور هم پياوړی کړي.
نوموړي زياته کړې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکي غونډي ته به د افغانستان په اړه يو تفصیلی راپور وړاندې کړي او په رڼا کې به یې راتلونکي تصمیمونه نیول شي.