د امریکا ددفاع وزیر جنرال لوېډ آسټین په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې ده.
لوېډ آسټین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
د نوموړي په خبره ددې جدي اړتیا ده چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او افغانان دداسې یوه حکومت څښتن شي چې اړتیا یې لري.
هغه د سولې د راتګ لپاره نړیوال فشارونه مهم بللي دي او په خبره یې نړیوال باید په افغانستان کې د جګړو د ختمولو لپاره له فشارونو کار واخلي.
لویډ آسټین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي او په دې لړ کې دواړو لورو ته درنې مرګ ژوبلې اوړي.
تر دې وړاندې هم د امریکا ددفاع وزارت ویاند ویلي وو چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو غوښتونکي دي، خو که داسې نه کېږي افغان ځواکونه له خپلې خاورې ددفاع وړتیا لري.