Home » افغانستان » لویې څارنوالۍ؛ په روان کال کې د ادارې فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې
رویداد خبري آژانس

لویې څارنوالۍ؛ په روان کال کې د ادارې فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، یادې ادارې په روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبه جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اداري فساد دغه قضیې د ملکي او نظامي سټکور اړوند دي چې په وینا یې له جملې نه یې ۱۱۲۲ د ولایتونو له اداري فساد سره د مبارزې استېناف څارنوالیو، ۴۰۳ قیضې په کابل او ۲۷۸ نورې یوازې په کابل کې له درنو جرمنو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې ثبت شوي دي.

رسولي زیاته کړه چې له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د اداري فساد د ۲۷۸ قضیو له جملې نه ۲۱۵ قضیې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضیې د امنیتي او دفاعي سکټور اړوند وې.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل چې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز به ۱۳۹۹ کال کې ۱۳۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او قانوني پرېکړې کړي دي، خو وايي چې ۱۴۶ نورې قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د معافیت فرهنګ مخ په ختمېدو دی او زیاته یې کړه د یو شمېر کسانو اعتراضونه چې راپورته شوي دي لویه څارنوالي به یې په خبره بې اساسه ادعاوې له منځه یوسي.

د لویې څارنوالۍ ویاند همدارنګه وویل چې په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، قاچاقچبران او متخلف قانون ماتوونکي محکمو ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:”لویې څارنوالۍ د یوه خپلواک بنسټ په توګه هېڅکله د سیاسي او ټولینز شرایطو تر اغېزې لاندې تصمیم نه دی نیولی او وبه یې هم نه نیسي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ په روانه میاشت کې د رشوت اخیستلو په تور د مشرانو جرګې د درې سناتورانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

خو یادې ادارې وروسته وویل چې درې وړاه سناتوران یې د مشرانو جرګې د غوښتې په اساس په ضمانت بیرته خوشي کړي، خو وايي چې قضیه یې تر څېړنو لاندې ده.

همدارنګه لویې څارنوالۍ روانه میاشت د رشوت غوښتلو په تور د عامې روغتیا وزارت د څلورو مامورینو د نیول کېدو خبر هم ورکړ، خو تر دامهاله یې په اړه بشپړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

په روغتیا وزارت کې د اداري فساد په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د یاد وزارت وزیر هم د ولسمشر لخوا له دندې څخه لیري شوو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...