لویه څارنوالي وايي یو کس یې د فرېبکارۍ او جعل په تور نیولی دی چې د خلکو سلګونه زره ډالر یې ترې په بېلو پلمو او فرېبکاریو اخیستي وو.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې دا کس برهان عرش نومېږي چې له ډېرو کسانو یې د کاناډا د وېزې ورکولو په نامه له ۲۰ تر ۱۰۰ زره پورې ډالر اخیستي دي.
همدا راز یې د هټیو او سترو شرکتونو بېلونه او اسناد جعل کړي او له دوی یې لسګونه زره ډالر وړي وو.
لویه څارنوالي وايي چې تر دې دمه دېرشو کسانو د برهان عرش له جعلکاریو او فریبکاریو شکایت ورته کړی دی.
دغه قضیې یې یوازې په کابل کې په اړه ثبت شوې دي خو داسې راپورونه شته چې برهان نومي کس په نورو ولایتونو کې هم له خلکو سره دوکې کړې دي.
لویه څارنوالي بیا وایي چې دوی به ټولې قضیې په سمه توګه څېړي او په خبره یې یاد کس د افغان حکومت په توقیف کې دی.