Home » افغانستان » لوګر کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۳ کسان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

لوګر کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۳ کسان وژل شوي

په لوګر ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ځایي اوسیدونکي وایي، چې پرون ماښام د لوګر برکي برک ولسوالۍ اړوند لغټک سیمه کې د ملکی خلکو پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي د هاوان دا مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې ده.

خو ځایي خلک وایي پرته له دې چې کومه جګړه وشي دغه هاوان مرمۍ د ملي اردو سرتیرو له خوا توغول شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...