د بېلاروس ولسمشر الېکسانډر لوکاشينکا ومنله چې ځواکونو يې اروپا ته له اوښتونکو کډوالو سره مرسته کړې څو د دغه هېواد پولې په اسانۍ سره طی او پولنډ ته په دننه کېدو سره اروپا ته واړوي.
نوموړي له بيبيسي سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، واضېح ده چې کډوال په بېلاروس کې د پاتې کېدو پر ځای جرمنې او د اروپا نورو هېوادونو ته ځي او په خبره يې د انساني عاطفې له مخې بېلاروسي ځواکونو له پولي د اوښتو په برخه کې ورسره مرسته کړې ده.
لوکاشينکا دغه راز ويلي، که څه هم ځواکونو يې له کډوالو سره پولنډ ته په اوښتو کې مرسته کړې؛ خو په خبره يې دا له حقيقت لرې ده چې کډوال دې يې په لوی لاس وربللي وي.
اروپايي ټولنه بېلاروس تورنوي چې کډوال په مستقيمه توګه د اروپا پولو ته رسوي او ژمنه ورسره کوي چې په خورا اسانۍ به يې اروپايي هېوادونو ته ور اړوي.