Home » افغانستان » له ۱۹کلنو عم‌عمره کرکټ لوبډلې د ۱۵منډو په توپير انګليستان لوبډلې ته لوبه بايلوده

له ۱۹کلنو عم‌عمره کرکټ لوبډلې د ۱۵منډو په توپير انګليستان لوبډلې ته لوبه بايلوده

د افغانستان او انګليستان له ۱۹کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې پرون سې‌شنبه ناوخته د (سلواغې په ۱۲مه) د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې سره مخ شوې.

انګليستان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکل شويو ۴۷ اوورونو کې يې افغان لوبډلې ته د ۲۳۱ منډو هدف کېښود.

د افغانستان د توپ اچوونکو له ډلې نويد ځدراڼ او نور احمد دوې-دوې او دغه راز ننګيالي خروټي او اظهارالحق بيا يوه-يوه وېکټ ترلاسه کړه.

د انګليستان لوبډلې لپاره جورج بېل تر نورو ډېرې ۵۶، الېکس هارټن ۵۳، او جورج تامس بيا ۵۰ مندې جوړې کړې.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې افغان لوبډله بيا د ۲۱۵ منډو پر جوړولو وتوانېده. الله نور ۶۰، محمد اسحاق ۴۳، عبدالهادي۳۷، بلال احمد ۳۳ او نور احمد ۲۵ منډې وکړې.

افغان لوبډله د نړيوال جام د تېرو لوبو په ترڅ کې له سريلانکا څخه د سختې لوبې په ګټولو سره، د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته وتلې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...