Home » دسته‌بندی نشده » له شپږم ټولکی‌ پورته نجونو لپاره د ښونځیو د نه خلاصون اصلي‌ عوامل څه دي

له شپږم ټولکی‌ پورته نجونو لپاره د ښونځیو د نه خلاصون اصلي‌ عوامل څه دي

دا چې د اسلام مبارک دین د ارشاداتو له مخې د علم زده کړه پر ښځینه او نارینه باندې فرض بلل کېږي، دا موضوع د یو اصل په توګه د طالبانو لپاره ظاهرا حل ده، خو دا چې د کوم عامل له مخې د افغانستان نجونې نشي کولۍ چې له شپږم ټولګی پورته مکتب ته لاړې شي، په دې برخه کې د طابانو د واکمنۍ لخوا بېلابېل نظرونه مطبوعاتو ته وړاندې کېږي. د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد د رویداد خبري آژانس ته په مرکه کې وویل:” موږ د نجونو او ښځو مشروع حقونو ته ارزښت قایل یو او دوی به نږدې راتلونکې کې بېرته خپل درسونو او کاروبار ته په مصونه توګه لاړې شي”.

خو دا دې ۸ میاشتې د طالبانو له واکمنۍ تېرېږي، خو اوس هم دا موضوع نده حل شوې. یو شمېر کارپوهان رویداد خبري آژانس ته په خپلو څرګندونو کې په دې نظر دي چې د طالبانو ترمنځ د نظر توپیر او دغې ډلې کې بېلابېل لیدلوري د افغانستان د نجونو او ښځینه کارکوونکو سرنوشت تر اغېز لاندې راوستئ.

د افغانستان د نجونو پر زده کړو باندې بندیز به څومره د هېواد په راتلونکې ټولنیز ، اقتصادي او سیاسي منفي‌ اغېز ولري، دا هغه موضوع ده چې متاسفانه نه طالبان ورته جدي پاملرنه لري او نه هم نړیواله ټولنه په تېره بیا امریکا ورته ارزښت قایل دي.

لیکوال صدیق الله احمدزی

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...