Home » افغانستان » له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان هغو مسافرو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان تذکرې ولري او د تورخم پولې له لارې به بېرته هېواد ته راستانه شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي عرفات مهاجر، وویل چې د پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته، هغه مسافر ته چې تذکرې لري، نن (دوشنبې، د وري ۴مه) د تورخم له لارې د راستنېدو اجازه ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه چې ټول افغان مسافر چې په خیبر پښتونخوا یا د پاکستان په نورو ښارونو کې دي اوس کولی شي د تورخم له لارې د خپلو تذکرو په ښودلو سره افغانستان ته راستانه شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...