Home » افغانستان » له ترکمنستان څخه کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین کار بیا تمدید شو

له ترکمنستان څخه کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین کار بیا تمدید شو

د پلخمري له خواجه الوان ښار څخه د کابل تر ارغندي سیمې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین کار پيل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ ورازت په اېکس پاڼه لیکلي چې د دې پروژې چارې د یو خصوصي شرکت په پانګونه د یاد وزارت تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

دغه وزارت ویلي چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به له ترکمنستان څخه افغانستان ته زر مېګاواټه برېښنا وارده شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو همداراز ویلي چې له ترکمنستان څخه د ډېرې برېښنا په واردولو سره به د کابل او ۱۲ نورو ولایتونو د د برېښنا ستونزې حل شي او په سلکونو کسانو ته به د کار زمینه برابر شي.

د ویلو ده چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰کیلو ولټ برېښنا د تمدید پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د اسیایي پرمختګ بانک په مالي ملاتړ پيل شوه، خو د ۲۰۲۱ د اګېست له تحولاتو وروسته یې کار وځنډول شو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...