Home » افغانستان » له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۳ کاله پوره شول

له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۳ کاله پوره شول

نن سې‌شنبه د (سلواغې ۲۶مه) له افغانستان څخه د پخواني شوروري اتحاد ځواکونو د وتلو له ۳۳مې کليزې سره برابره ده.

شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپل ملاتړي نظام د ټينګولو په موخه د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په ۶مه په ټانکونو او نورو پوځي تجيزات سمبالې پوځي ډلګۍ د حيراتان بندر له لارې افغانستان ته دننه کړې.

دا کار د افغانستان د خلکو له غبرګون او مقاومت سره مخ شو، چې بلاخره تر اوږدې جګړې وروسته د شوروي اتحاد ځواکونو وروستۍ ډلګۍ د ۱۳۶۷ لمريز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه بېرته ووته.

د شوروي اتحاد ځواکونو او افغانانو ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۲ مېليون افغانان شهيدان او معلول شول.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...