Home » افغانستان » لسګونه اقتصادي متخصصانو له بايډن د افغانستان شتمنۍ ازادولو غوښتنه کړې

لسګونه اقتصادي متخصصانو له بايډن د افغانستان شتمنۍ ازادولو غوښتنه کړې

د امريکا له لوري د افغانستان بانک شتمنۍ د کنګل ساتلو پر وړاندې د اعتراضونو په دوام سره، نړيوالو اقتصادي متخصصانو او پوهانو چې شمېر يې ۷۰ تنو ته رسي، د امريکا ولسمشر جوبايډن ته په يوه لېږلي سرخلاصي ليک کې له نوموړي غوښتي چې د افغانستان کنګل کړې شتمني بېرته ازاده کړي.

روېټرز خبري اژانس په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په دې کسانو کې د جوزيف اسټيګليټز په شمول د نوبل جايزې ځيني ګټونکي هم شامل دي. په دې ليک کې چې پرون چهارشنبه د (زمري په ۱۹مه) لېږل شوی له ولسمشر بايډن او د امريکا خزانې له وزير جانت يلن غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کابو کولو او د اقتصادي وضعيت د پايښت ښه‌والي په موخه دې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر رئيس سهېل شاهين هم د اقتصادي متخصصانو د دې ليک او غوښتنې هرکلی کړی او د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ د بېرته ازادولو غوښتنه يې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل او ځينو ولايتونو کې د صرفانو په کابل کې د امريکا هوايي بريد پر ضد د لاريون پرمهال هم، د افغانستان د شتمنۍ ازادولو غوښتنه کوله.

ټيک ۴ ورځې وروسته واک ته د طالبانو د بيا رسېدو يو کال پوره کېږي، خو اقتصادي وضعيت د دې پر ځای ښه لور ته لاړ شي، د ځوړ پر لور روان دی. بل خوا حکومت هم ډاډ ورکوي چې د کاري فرصتونو د اېجاد او نورو اقتصادي پاليسيو په اساس به لوږه او بې‌وزلي کنټرول کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...