Home » سیمه او نړی » لبنان: د چاودنو اړوند ځینې چارواکي په خپلوکورونو کې د پوځ لخوا بندیان شوي دي
رویداد خبري آژانس

لبنان: د چاودنو اړوند ځینې چارواکي په خپلوکورونو کې د پوځ لخوا بندیان شوي دي

د راپورونو له مخې، د لبنان پلازمینې بیروت کې د چاودنو په تړاو ځینې چارواکي د پوښتنو لپاره په خپلو کورونو کې د پوځ له لوري بندیان شوي دي.


د لبنان کابینې ویلي چې پوځ دې ټول اړوند کسان د بیروت ساحل کې د امونیم ناټریټ زېرمې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو بشپړېدو تر مهاله کوربند وساتي.


په دغه چاودنو کې مخکې د اویا کسانو وژل کیدو، درې نیم زره ټپي کیدو راپورونه ورکول کیدل خو تازه معلومات ښيي چې په یاده پیښه کې ۱۳۵ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰ ډېر کسان ټپیان دي.


د بیروت د ګمرک مشر بدري ظاهر وايي، د دوی ادارې ته ویل شوي و چې کیمیاوي مواد له هغه ځایه لېرې کړي، خو په خبره یې ”داسې و نه شول. موږ دا کارپوهانو ته پرېږدو چې لاملونه یې معلوم کړي. ”


د لبنان ولسمشر میشل عون وايي، چاودنه په ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټرټ زېرمه کې رامنځته شوې چې په یوه ګودام کې د خوندیتوب له احتیاطي تدبیرونو پرته ساتل کېدل خو د لبنان د کورنیو چارو وزیر او د عامه امنیت مشر بیا ویلي، چاودنې د هغو وسلو په ګودام کې شوي چې په وینا یې څو کاله مخکې نیول شوې وې.
لبنان کې د سرې میاشتې مشر جورج کتاني وایي چې د دوی ډلې لاهم په سیمه کې د قربانیانو په لټه کې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...