Home » افغانستان » كرزی: تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې ټول افغانان په پرېکړو کې شريک شي

كرزی: تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې ټول افغانان په پرېکړو کې شريک شي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې هر حکومت بايد ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او زياتوي چې د دې کار لپاره دې اسلامي امارت له خپه شوو سياسي څېرو سره مذاکره وکړي.

نوموړي د (صدا وسيما) په نوم له يوه ايراني خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، افغان هم اوس يوې داسې تلپاتې او بشپړې سولې ته چې دوی يې تمه درلوده، نه دي رسېدلي.

کرزی زياته کړې چې په افغانستان کې دايمي او تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې ټول افغانان د افغانستان په هر راز پرېکړو کې ځان شامل او شريک احساس کړي.

نوموړي ټينګار کړی چې په افغاناستان کې هر حکومت بايد ټولو ته د منلو وړ وي او له همدې کبله يې پر اسلامي امارت غږ کړی، چې په اوس کې دې هدف ته د رسېدو لپاره د لويې جرګې له دايېرولو پرته بله لار نشته.

د حامد کرزي په باور، د لويې جرګې له لارې يوه ټول‌ګډونه ملي دولت او د يوه جامع اساسي قانون ترلاسه کېدل يقيني کېدای، نو په خبره يې اړتيا ده چې دا تعقيب او پايله ترې ترلاسه شي.

په ورته وخت کې کرزي يو ځل بيا د امريکا له لوري د افغانستان مالي شتمنۍ پر ازادولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په دې برخه کې هېڅ ډول مصلحتي پرېکړه افغانانو ته د منلو وړ نه ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی داسې مهال د يوه ټول‌ګډونه دولت د رامنځته کولو په موخه په مکرره توګه د لويې جرګې د دايېرولو غوښتنته کوي، چې د اسلامي امارت په خبره تر اوسه په دې اړه د اوسني حکومت له لوري پرېکړه نه ده شوې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...