د افغانستان لپاره د ايران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، دا مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره کافي زمينه برابره شوې او له همدې کبله ايراني پانګوال هم په افغانستان کې د پانګونې لېوالتيا لري.
نوموړي نن چهارشنبه د (کب په ۴مه) د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي او د اوبو او برېښنا له سرپرست وزير عبدالطيف منصور سره په کابل کې ليدلي. په دې ليدنه کې پر وروستيو تحوولاتو او د افغانستان او ايران ترمنځ د سياسي اړيکو پر پياوړتيا سربېره، پر يو لړ اقتصادي مسايلو هم بحث شوی دی.
د ليدنې پرمهال د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي، ايراني پانګوال چمتوو دي چې د افغانستان کان کيندنې، کرنې، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ د جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د يادې ليدنې په اړه په خپرو شوو راپورونو کې دا هم ويل شوي، چې د ايران او افغانستان ترمنځ د اوبو وېش مسئله هم د قمي له لوري مطرح شوې او د راپورونو له پر بنسټ، افغان لوري يو وار بيا په دې برخه کې د ايران او افغانستان ترمنځ په ۱۳۵۱ لمريز کې د اوبو د وېش په تړاو شوي تړون پر ژمن پاتې کېدو ټينګار کړی دی.