Home » افغانستان » قطر: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د اندېښنې وړ دی

قطر: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د اندېښنې وړ دی

قطري چارواکو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د موجوده وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په دې هېواد کې لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی جاري دی.

د ملګرو ملتونو په بشري عالي کميشنرۍ کې د قطر استازولۍ سرپرستې السووايدي د يادې کمېشنرۍ ۴۹مې غونډې ته ويلي، قطر د افغانستان بشري وضعيت په اړه پر هغه څه چې د ملګرو ملتوننو په وروستي راپور کې ويل شوي، اندېښمن دی.

نوموړې زياته کړې، قطر د تېر اګسټ له ۱۵مې وروسته د امنيت په فضا کې د افغانانو له اوسېدو هرکلی کوي؛ خو ټينګار يې کړی چې اسلامي امارت دې د ښځو پر وړاندې توپيري چلند پای ته ورسوي.

السووايدي دا هم ويلي، چې په افغانستان کې اوسني بشري ناورين ته په پام سره، له دې هېواد سره کېدونکې بهرنۍ بشري مرستې بايد سياسي نه شي؛ ځکه د نوموړې په خبره په افغانستان کې د ټولنيز او اقتصادي وضعيت خرابېدل، په دې هېواد کې پر بشري حقونو مستقيم اغېز کولی شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...