Home » افغانستان » قطر: طالبانو له لوري د واک بيا ترلاسه کولو سره، افغانانو ته د سز ورکول عادلانه نه دي

قطر: طالبانو له لوري د واک بيا ترلاسه کولو سره، افغانانو ته د سز ورکول عادلانه نه دي

د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي، په افغانستان کې له سياسي تحوولاتو وروسته نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه واضېح او روښانه ستراتيژي نه لري.

نوموړي چې په روم کې يې يوې غونډې ته په انلان ډول خبرې کولې وويل، د طالبانو له لوري په افغانستان کې د واک بيا ترلاسه کولو له امله، عامو افغانانو ته د سزا ورکول عادلانه عمل نه دی.

الثاني زياته کړې چې له افغانانو سره بشري مرستې بايد له سياسي تعملاتو سره غوټه نه شي او نه هم بايد په سياسي برخه کې له پرمختګونو سره تړل شي.

نوموړي په افغانستان کې بشري وضعيت ته په اشارې سره ويلي، اړتيا ده چې په عادلانه توګه د مرستو رسول جاري وساتل شي؛ ځکه د الثاني په خبره، په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو تهديد لا هم موجود دی او که بشري وضعيت مهار نه شي، نو ممکنه يادو ډلو ته د فعاليت او سربازګيرۍ زمينه برابره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...