وروسته له هغې په قزاقستان کې د ګازو د بيو لوړېدو په غبرګون کې لاريونونه پيل شول، د دغه هېواد ځواکونو چهارشنبه د شپې د (مرغومي په ۱۵مه) د پلازمېنې الماتي د امنيت خوندي کولو عمليات پيل کړي دي.
دغه عمليات له هغې وروسته پيل شوي چې لاريونوالو د قزاقستان د پوليسو مرکزونو ته د ننوتلو هڅه وکړه. په دې اړه ورکړل شويو راپورونو کې ويل شوي، تر دې مهاله لسګونه لاريون کوونکي وژل شوي او ټپي شوي دي.
د قزاقستان ولسمشر قسيم جومرت توکايف له روسيې غوښتي چې د وضعيت عادي کولو په موخه پوځيان ور ولېږي. روسيه هم په پام کې لري د امنيتي همکاريو CSTO هوکړې له مخې د ولسمشر توکايف په غوښتنه پوځيان قزاقستان ته ولېږي.
ولسمشر قسیم جومرت توکایف له دې وړاندې د کابينې استعفا منلې او اعلان يې کړی چې د امنیت شورا مسووليت يې په خپله عاړه اخيستی او د وضعيت نورمالولو لپاره به هر راز هڅې وکړي.