Home » سیمه او نړی » قزاقستان: د لاريونونو له سختې څپې وروسته وضعيت عادي کېدونکی دی

قزاقستان: د لاريونونو له سختې څپې وروسته وضعيت عادي کېدونکی دی

د قزاقستان چارواکو نن دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ستر ښار الماتي کې وضعيت عادي کېدونکی دی او ژر به هر څه سم او لومړني حالت ته وګرځي.

د چارواکو له دې اعلان سره په الماتي کې د انټرنېټ خدمتونه چې د لاريونونو پرمهال ځنډول شوي وو، بېرته پيل شوي او د دغه ښار پر سړکونو د عامو خلکو موټرو تګ راتګ هم پيل کړی.

چارواکو ويلي چې دامهال وضعيت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې شوی دی. دوی زياته کړې چې په وروستيو لاريونونو کې ټول‌ټال ۱۶۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸زره کسان بيا د قزاقي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...