Home » افغانستان » قاسم حلیمي: افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه ده
رویداد خبري آژانس

قاسم حلیمي: افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه ده

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه نېټه) په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي چې طالبان د دوی د کلیمې وروڼه دي او دوی د یادې ډلې په څېر نه دي چې خپل ورور ته د کافر کلیمه استعمال کړي.

قاسم حلیمي زیاته کړې چې طالبان هم د قبلې اهل دي او کلمه وایي او د حکومت لوري ته افغانان هم، خو طالبان حکومتي لوري ته ولاړ کسان کافران بولي او مرګ یې واجب بولي.

حلیمي د اسلامي نړۍ پر دیني عالمانو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو موټی شي او د خپلې دیني وجیبې له مخې، په دغه هېواد کې روانې ورور وژنې او وینې تویېدنې ته د پای ټکی کېږدي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...