Home » افغانستان » عمران خان: که له افغانستان سره په مرستو کې جديت ونه شي، نو بې ثباتي به يې پاکستان هم وځپي

عمران خان: که له افغانستان سره په مرستو کې جديت ونه شي، نو بې ثباتي به يې پاکستان هم وځپي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې پر ناسم بشری وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې نړيوال د وضعيت سمولو په موخه له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري.

نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، که د امريکا له لوري په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسميت ونه پېژندل شي او له دې سره هم‌مهاله پر افغانستان د بنديزونو وضعه کول هم دوام وکړي، نو په افغانستان کې بيا بې‌ثباتي رامنځته کېدای شي.

عمران خان زياته کړې، که د افغانستان بانکي سيسټم د نغدو پيسو نه لرلو له کبله له کار پرېوځي، نو دا به په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ لامل شي او په خبره يې د بې‌ثباتۍ دې احتمالي ځپې اغېزې به پر پاکستان هم پرېوځي او په دې توګه به دغه هېواد هم د بې‌ثباتۍ له امله وځپل شي.

نوموړي په همدې حال کې هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې ثبات به په پاکستان کې هم د سولې لامل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...