د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت ناسم لور ته روان دی او اړتيا ده چې د کابو کولو په موخه يې په بېړه اقدام وشي.
نوموړي پاکستان ته د امريکا د کانګرېس بهرنيو چارو او د اسيا لپاره يې د فرعي کمېټو د رئيسانو سفر پرمهال په لېدنه کې ويلي، له افغانستان سره د بشري بحران او اقتصادي سقوط د مخنيوي په موخه د مالي مرستې لپاره جدي اړتيا لېدل کېږي.
عمران خان زياته کړې چې د يادو بحرانونو د مخنيويو په موخه، د پاکستان او امريکا ترمنځ ګډې همکاري ته ضرورت دی څو په خبره يې په دې يادو برخو کې پر وخت اقدام وشي.
دغه راز د امريکا د کانګرېس له يادو غړو سره په يوه جلا لېدنه کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي، پاکستان په افغانستان کې سولې او دغلته د بشري وضعيت نورمالولو په موخه د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتياوو برابرولو ته ژمن دی.