Home » افغانستان » عمران خان افغانستان ته د متخصصانو د لېږلو سپارښتنه کړې

عمران خان افغانستان ته د متخصصانو د لېږلو سپارښتنه کړې

د پاکستان لومړي وزير عمران خان خپل حکومت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کنټرول او مديريت په موخه دې، ياد هېواد ته په بېلابېلو برخو کې يو شمېر متخصصان ولېږي.

نوموړي دا سپارښتنه پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) کړې ده. عمران خان زياته کړې، چې لا هم په افغانستان کې بشري ناورين دوام لري او اړتيا ده چې د روغتيا، مالوماتي ټيکنالوژۍ، مالي او حسابدارۍ په برخو کې پاکستاني متخصصان د کار لپاره دې هېواد ته ولېږل شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د عمران خان له دفتر څخه د يوې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله په خپل راپور کې ويلي، عمران خان دغه راز ټينګار کړی چې له ګاونډيو هېوادونو او په ځانکړې توګه له افغانستان سره بايد همکارۍ زياتې شي.

د راپور له مخې نوموړي لارښوونه کړې، چې د افغانستان بيارغونې او پرمختګ په برخه کې دې د پاکستان اړوند ادارې د اورګاډي پټلۍ په جوړولو، کانونو، درملو او رسنيو برخو کې همکاري وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...