عرب نیوز په یوه مطلب کې ویلي چې تر دې دمه لا د افغانستان ځینې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي خو سر له اوسه ګاونډیو هېوادونو ته اندېښنې پیدا شوې دي او په پولو کې یې تدابیر سخت کړي دي.
په دغه مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د نا امنیو په پراختیا سره د سیمې هېوادونه په تېره د افغانستان ګاونډیان له سختو ستونزو او ګواښونو سره مخ کېدلی شي.
سرچینه وایي چې ګاونډیو هېوادونو ته د نا امنۍ د پراختیا تر څنګ احتمالي کډوالي هم هغه څه دي چې دوی ته په سرخوږي بدلېدلی شي.
عرب نیوز په دې مطلب کې ویلي چې که سیمه غواړي چې له امنیت او ثبات برخمنه شي نو باید د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او د جګړو په ختمولو کې دې خپلې هڅې پراخې کړي.