Home » افغانستان » عبدالله: ځينې کړۍ د ايران او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابول غواړي

عبدالله: ځينې کړۍ د ايران او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابول غواړي

د مخکيني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا مخکيني رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د امام رضا په حرم کې د مدرسې پر زده‌کوونکو د چاقو بريد غندلی او پر روحانيونو يې ورته بريدونه ناجايز عمل بللی.

نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (وري په ۱۷مه) په خپله فېسبوک پاڼه کې اشاره کړې، چې يو شمېر کړۍ هڅه کوي څو دغه بريد له افغانستان سره غوټه کړي او په دې توګه د ايران او افغانستان ترمنځ اړيکي زيانمنې.

عبدالله د دې بريد په تړاو د ایران دولت دريځ ستايلی او زياته کړې يې ده چې د ورته دريځ له مخې د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو خرابولو هڅه خثی شوه.

عبدالله ټينګار کړی چې د ايران او افغانستان ولسونه د سولې او په همپالنې سره د يو بل ترڅنګ په ارامه د اوسېدو غوښتونکي دي.

د مشهد په امام رضا حرم کې يوه بريدګر د مدرسې پر زده‌کوونکو د چاقو بريد کړی او په دې ترڅ کې دوه تنه ټپي او يو تن وژل شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...