Home » افغانستان » عبدالله عبدالله ایران ته لاړ
رویداد خبري آژانس

عبدالله عبدالله ایران ته لاړ

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن سهار د سيمه‌ييزې اجماع د پياوړي کولو په هدف د ايران په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته لاړ.

ټاکل شوې عبدالله د دې سفر په جريان کې د ايران له ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير، د اسلامي مجلس له رئیس، د ملي امنيت شورا له سلاکار، د نيرو وزير او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر به له ايراني مشرانو سره د افغانستان د سولې بهير، دوحې خبرو، د اجماع پر اړتیا او په افغانستان کې د سولې له هڅو د سيمې هېوادونو پر ملاتړ بحث او خبرې وکړي.

عبدالله تر دې وړاندې ايران او هند ته هم ورته سفرونه لرل او د دغه هېوادونو له چارواکو سره يې هم د افغانستان د سولې پروسې او سيمه‌ييزې اجماع د پياوړي کولو په تړاو خبرې کړې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...