د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، د بین الافغاني خبرو پیل، یو تاریخي ګام او غوره پرمختګ دی. نوموړي چې نن یکشنبې د سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۳) یې په قطر کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، دوی په دې هڅه کې دي چې ټولې ستونزې ژر حل کړي خو په وینا یې؛ د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي.
هغه زیاته کړې، ټول افغانان د تاوتریخوالي کمښت او اوربند غوښتونکي دي او د اوربند مسئله د خبرو مهمه موضوع ده او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به پر دې موضوع خبرې کوي.
عبدالله د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جګړې له لارې هیڅوک هم بریا ته نه شي رسېدلی خو د خبرو اترو دواړه خواوې ګټونکي کېدی شي.
نوموړي دغه راز ویلي، دوی د خبرو خونه کې د بهرنیانو وجود نه غواړي خو کېدای شي په ځینې ناستو کې یې اړتیا وي چې په هغه صورت کې باید حضور پیدا کړي.