Home » افغانستان » عام افغانان: د خپلواکۍ اتل غازي امان‌الله خان د حب‌الوطنۍ الګو و

عام افغانان: د خپلواکۍ اتل غازي امان‌الله خان د حب‌الوطنۍ الګو و

نن دوشنبه د اپرېل ۲۵مه د افغانستان سياسي خپلواکۍ د سالار غازي امان‌الله خان د وفات له ۶۲ تلين سره برابره ده.

د تېرو کلونو پرمهال به د غازي امان‌الله خان تلين، د نوموړي پر ګور د ګلونو کېډيو په اېښودو او دغه راز د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېده.

خو دا ځل د نوموړي د تلين نمانځنې په موخه د سرپرست حکومت له لوري کوم ځانګړي مراسمو په پام کې نه دي نيول شوي.

عام افغانان وايي، غازي امان‌الله خان له وطن سره د مينې يو الګو دی او ټولو افغانان ته بويه چې د ملي يوالي له لارې، له وطن سره د مينې او پرمختګ په برخه کې د نوموړي لار تعقيب کړي.

دوی زياتوي چې د غازي امان‌الله کارنامې او دغه راز د يوه پرمختللي افغانستان د رامنځته کولو په موخه د نوموړي هڅې نه هېرېدونکي دي او ټول افغانان يې درناوی کوي.

غازي امان‌الله د ۱۹۶۰ زېږديز کال د اپرېل په ۲۵مه، په سوېس کې د ناروغۍ له امله وفات شو او هغې وروسته په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...