طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی په راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیه په خپرولو سره ویلي، ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.

اعلامیه کې راغلي، دوی د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام بولي.
مجاهد څرګنده کړې، دوی په یاده هوکړه کې ذکر شویو ټولو مواردو ته ژمن دي او په راتلونکي کې به د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې وپالي.