Home » افغانستان » طالبان:د افغانانو د خپلمنځي ناستې د پیل مراسمو روحیه سوله‌ییزه وه
رویداد خبري آژانس

طالبان:د افغانانو د خپلمنځي ناستې د پیل مراسمو روحیه سوله‌ییزه وه

طالبان وایي د افغانانو د خپلمنځي ناستې د پیل مراسمو روحیه سوله‌ییزه وه.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي او د یادې ډلې د فرهنګي کمیسیون مرستیال ملا احمدالله وثیق په یوه تازه مرکه کې ویلي، په قطر کې د ترسره شوې بین الافغاني ناستې روحیه ډېره سوله‌ییزه وه.

هغه اوربند ته په اشارې ویلي، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه او ډېره مهمه موضوع ده خو په وینا یې، مقابل اړخ تل د مؤقتي اوربند غوښتنه کړې ده خو دا چې ټینګ به شي کنه اوس به تر وخت مخکې وي چې په دې تړاو خلکو ته خوشبیني ورکړل شي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی هڅه کوي د خبرو له لارې په هېواد کې تلپاتې اوربند ته لار هواره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...